IQNA

د کینیډا په مونټرال کې رمضاني بازارچه  جوړه شوه

15:29 - March 21, 2023
د خبر لمبر: 3487067
ایکنا-(تهران) د روژې د مبارکې میاشتې په رانزدیکیدا سره  دکینیډا مسلمانان  هم ددغې مقدسې او عظمت لرونکی میاشتې د فرایضو د اداکولو لپاره تیاریږي. د موڼټرال مسلمانانو هم د رمضاني بازارچې په جوړولو سره د دغې مبارکې میاشتې هرکلي ته ودنګل.

ایکنا د سیټي نیوز له قوله راپور راکړ،د کینیډا په موڼټرال ښار کې د روژې دمبارکې میاشتې لپاره تیاریانې په تیزئ سره  روانې دي. په دغه ښار کې د روژې  دمبارکې میاشتې  له ضرورتونو سره اړونده  کار کسبونه او شیان په یوې بازارچې کې  غونډ کړئ شوي دي. دغه بازارچه د Azzdah Events  ډلې په وسیله د  Karnak Shriners په  Dollard-des-Ormeaux سیمې کې جوړه شوې  او د ترسره کیدا موخه ئې په دغه ښار کې د ځاي کار کسب څخه ملاتړ بلل شوی دی.

په دغې بازارچې کې ۲۷سټالونه  وو چې په محصولاتو کې ئې قالي، د  ماشومانو د لوبو شیان  او د کورونو پاخه کړائ شوي خواړۀ او دغه راز شربتونه  شامل  وو ،چې ډیری خلکو ئې تود هرکلی وکړ.

د دغې رمضاني بازارچې  دترسره کولو مسئول امیر یونس ووئيل،  په دغې بازارچې کې  یوه زمینه برابره شوه څو خلک  د روژې دمبارکې میاشتې  ضرورتونه برابر کړي. هغه ووئیل،  د خوړو مختلفو ډولونو ته اړتیا  لرو ، د روژې مبارکه میاشت د مونږ لپاره د یوه جشن وخت دی او مونږ  له مخکې د روژې د مبارکې میاشتې لپاره ځانونه تیاروو او نور خلک هم ددغې مقدسې میاشتې له  ځانګړنو خبروو.

 د ۲۰۲۲کال د سرشمیرنې په اساس،په کینیډا کې د مسلمانانو آبادي  کابو یو میلیون  یولک پنځوس زره تنو ته رسیدلې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4129202/%

captcha